کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرنې وزیر: په لغمان کې به د وريجو د تولید او باغدارۍ پروژې پلي کړو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 میزان 1391 ساعت 6:55


د کرنې وزیر محمداصف رحیمي د لغمان ولایتي چارواکو سره ژمنه وکړه، چې دې ولایت کې به د وريجو د تولید او باغدارۍ پروژې پلي کړي.

نوموړي دغه ژمنې د خپل هغه سفر په ترڅ کې وکړې، چې د ولسمشر د ۴۵ ګڼې فرمان له مخې د پنجشنبې په ورځ سفر کړی و.

په دغه فرمان کې راغلي، چې ټول وزیران او لوړ پوړي ريسان مکلف دي، چې په خپلو اړوندو برخو کې ولایتونو ته سفر وکړي او د اړونده ادارو کارونه ارزیابي او د هغوي ستونزو ته د حل لارې ولټوي.

بل لور ته د لغمان والي فضل الله مجددي هم د کرنې له وزیر څخه يې غوښتنه وکړه، چې دې ولایت ته خپل پام ډير کړی او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې په برخه کې د لغمان بزګرو اړتياوې پوره کړي. 

سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 50851

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/50851/د-کرنې-وزیر-په-لغمان-کې-وريجو-تولید-او-باغدارۍ-پروژې-پلي-کړو

آوا
  https://www.avapress.com