کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنیټا: کرزي دې پر ناټو د نیوکو پر ځای له دوی څخه مننه وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 میزان 1391 ساعت 16:19


د امریکا دفاع وزیر لییون پنیټا د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل؛ چې له انتقاده لاس واخلي او د هغه پر ځای له بهرنیو پوځیانو، چې په افغانستان کې له وسله والو سره په جګړې کې وژل شوې دي، مننه وکړي.

حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبرې غونډې ته وویل؛ چې د امریکا په مشرۍ ځواکونه په دې کې پاتې راغلي؛ چې هغه وسله وال چې په افغانستان کې بریدونه کوي او بیا بیرته په ګاونډي پاکستان کې پناه اخلي، تعقیب کړي.

پانیټا پرون لاتین امریکا ته ولاړ او په لیما کې یې خبریالانو ته وویل؛ کرزی باید د دې نیوکو پر ځای د ناټو د پوځیانو د قربانیو مننه وکړي.


د مطلب کود: 50071

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/50071/پنیټا-کرزي-دې-پر-ناټو-د-نیوکو-ځای-له-دوی-څخه-مننه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com