کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس په هېواد کې پر ملکي وګړیو بریدونه قتل عام او مسلمان وژنه وبلله

د صدای افغان خبری اژانس(آوا) , 15 سنبله 1391 ساعت 14:34


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن د ننګرهار
ولایت د دُربابا له ولسوال حاجي همېشه ګل سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې په دغه ولسوالۍ کې د تېرې ورځې په ځانمرګي برید کې دده د زوی او نورو هېوادوالو د وژل کېدو او ټپي کېدو له امله د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل.

جمهور رئیس ددې تر څنګ چې په هېواد کې یې د ملکي وګړیو د وژنې د زیاتوالي له امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه، د تېرې ورځې پېښه یې قتل عام او مسلمان وژنه وبلله.

په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دُربابا ولسوال د پېښې د څرنګوالي په اړه د هېواد جمهور رئیس ته معلومات ورکړل او دا پېښه یې د خلکو عام وژنه وبلله.

حامد کرزي وویل: که د اسلام او افغانستان دښمنان غواړي چې په خپلو دغو ناوړه عمالو سره د افغانستان خلک تر فشار لاندې راولي، باید پوه شي چې نه یوازې دوی به خپلې شومې موخې ته ورسیږي، بلکې د اسلام او هېواد د خدمت په لاره کې به زموږ د خلکو هوډ لا پیاوړی کړي.

جمهور رئیس د ملي دفاع وزارت لوی درسیتز ته امر کړی چې د ښې درملنې لپاره د دُربابا ولسوالۍ د پېښې ټپیان کابل ته راولېږدوي او د ننګرهار والي ګل آغا شیرزي ته یې لارښوونه کړې چې د نوموړې پېښې د شهیدانو له کورنیو او ټپیانو سره عاجلې مرستې تر سره کړي.


د مطلب کود: 48159

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/48159/جمهور-رئیس-په-هېواد-کې-پر-ملکي-وګړیو-بریدونه-قتل-عام-او-مسلمان-وژنه-وبلله

آوا
  https://www.avapress.com