دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۱۴
د مطلب کود : 47661
د میدان وردک یوه اوسېدونکي ۲ پاکستاني طالبان ووژل
تاند - د میدان وردک ولایت یوه اوسېدونکي د خپل ناموس د دفاع لپاره دوه پاکستاني طالبان وژلي او د هغو ملګری افغان طالب یې ټپي کړی دی.

د میدان وردک ولایت د چارواکو او د سیمې د اوسېدونکو په وینا د سیداباد ولسوالۍ د زرین خېلو د سیمې اوسېدونکي وروسته له دې پر پاکستاني طالبانو او د هغو پر افغان ملګري ډزې وکړې چې له ده څخه یې په زوره لور وغوښته.

د میدان وردک ولایت مطبوعاتي دفتر په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي:« د زرین خیلو د کلي اوسیدونکي غلام محمد، چې له خپلو دوه تنکیو زامنو(۱۶ او ۱۴) کلن سره یې په ولایت کې له مطبوعاتو سره خبرې کولې، وویل له اختر وروسته په کلي کې له کلیوالو طالبانو سره پاکستاني طالبان د نوموړي کور ته ورغلل او د نوموړي (۱۵) کلنه لور یې د پاکستاني طالبانو لپاره په زور وغوښته. د نوموړي د کورنۍ له انکار وروسته په سبا ورځ یې همدغه پاکستاني طالبان د ده کورته لاړل او نوموړې یې له خپل (۱۴) کلن زوی سره یوځای لاس تړلې بوتلو چې وروسته یې زوی د طالبانو لخوا په دې خاطر خوشې شو چې کور ته لاړ شي یا د دوی غوښتنه ومني او یاهم (۸۰۰۰۰۰) اتیا زره افغانۍ راوړي څو پلار یې خوشې کړي او که تر سبا ورځې یې دا شرطونه ونه منل نو پلار به یې دولت ته د جاسوسۍ په تور حلال کړي.»

د غلام محمد په وینا د شپې په مخه چې طالبان ویده شول نو د تېښتې هڅه یې وکړه، د هغوی ګیرنکوف یې ورواخیست او پر هغوی یې ضربه وکړه چې په نتیجه کې یې دوه پاکستاني طالبان ځای پرځای ووژل شول او یو سیمه ییز طالب ټپي شو.

ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې وروسته یې ځان د ملي اردو پوستې ته ورساوه.
د غلام محمد د کورنۍ غړي د پېښې په سبا د ده له کوره، په داسي حال کې چې طالبانو پرې ډزې کولې، د ملي اردو د ځواکونو له لوري وایستل شول.

ده زیاته کړه:« زما د کورنۍ په غړو کې زما یونیم کلن زوی هم شامل و چې زما میرمنې د طالبانو د ویرې څخه په صندوق کې اچولې و څو یې ونه وژني چې بیا وروسته طالبان زما کور ته ولاړل او زما کور ته یې اور ورته کړ.»

ده د ملي اردو د ځواکونو ستاینه وکړه چې په ډېرو سختو شرایطو کې یې د ده د کورنۍ غړي وژغورل.

د میدان وردک والي محمد حلیم فدرايي د غلام محمد جرات وستایه او له هغه سره یې د استوګنې لپاره د یوې نومرې مځکې او یوه اندازi پیسو مرسته اعلان کړه.

والي دا ډاډ هم ورکړ چې له غلام محمد سره به د کار په پیدا کولو کې مرسته وکړي او د کورنۍ د غړیو د ساتنې لپاره به یې اړوندو امنیتي ادارو ته د تدابیرو سپارښتنه وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb80ba.rhbz0p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته