د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې، بغداد ته د امریکا د پوځ د لوی درستیز مارټین ډمپسي له ورتلو وروسته د عراق دولت ته د اف ۱۶ ډوله جنګي جیټ الوتکو د لومړۍ جوپې د ورکول خبر ورکړ. ددغه رپوټ له مخې د امریکا دغه پوځي چارواکي ویلي چې د عراق دولت له امریکا څخه د رادار او دافع هوا سیسټم د پیرودلو ګروهنه هم کړې ده.