کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سره صلیب نړېواله کمیټه به په کندهار کې بیرته خپل روغتون فعال کړي

افغان غږ آژانس(آوا) , 11 اسد 1391 ساعت 13:44

د افغانستان د جمهوري ریاست د خبرپاڼۍ له مخې د سره صلیب د کمیټې مشر، پیتر مور، دا موضوع پرون له ولسمشر کرزي سره د کتنې پر مهال یاده کړې ده.


ټاکل شوې، چې د سره صلیب نړېواله کمیټه په کندهار کې بیرته خپل روغتون فعال کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د خبرپاڼۍ له مخې د سره صلیب د کمیټې مشر، پیتر مور، دا موضوع پرون له ولسمشر کرزي سره د کتنې پر مهال یاده کړې ده.

مور له افغان حکومته غوښتې چې په کندهار کې ورته د کاري مصونیت امکان برابر کړي.

افغان ولسمشر ویلي، چې په دې برخه کې به هڅې وکړي، ولسمشر کرزي همدا شان د خپلو خبرو په یوې برخې کې په افغانستان کې د بشري حقونو ته درناوی او له دې حقونو څخه د ملاتړ په اړه هم ټینګار کړی دی.


د مطلب کود: 46131

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/46131/د-سره-صلیب-نړېواله-کمیټه-په-کندهار-کې-بیرته-خپل-روغتون-فعال-کړي

آوا
  https://www.avapress.com