کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان کې د ایساف ځواکونو د یوه مرکز نږدې ۲۰ ساتونکي له طالبانو سره یوځای شوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 4 اسد 1391 ساعت 19:39

د ارزګان د چهارچینو ولسوالۍ امنیه قوماندان ولی داد ازادی راډیو ته وویل چې یاد ساتونکې له بهرنیو ځواکونو سره له لفظی شخړی وروسته طالبانو ته ورغلی دی.


د ارزګان امنیتي چارواکي وایي، چې د ایساف ځواکونو د یوه مرکز نږدې شل تنه ساتونکي له وسله والو طالبانو سره یوځای شوي دي.

د ارزګان د چهارچینو ولسوالۍ امنیه قوماندان ولی داد ازادی راډیو ته وویل چې یاد ساتونکې له بهرنیو ځواکونو سره له لفظی شخړی وروسته طالبانو ته ورغلی دی.

ایساف ځواکونو تر اوسه پدی اړه کومه تبصره نده کړي،خو وسله والو طالبانو رسنیو ته ویلی چې ددوی ملګرو په چهارچینو ولسوالۍ کې پر امنیتی پوستې برید کړی او د ایساف د مرکز ساتونکې پولیس یی له ځان سره بیولی دی.


د مطلب کود: 45829

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/45829/ارزګان-کې-د-ایساف-ځواکونو-یوه-مرکز-نږدې-۲۰-ساتونکي-له-طالبانو-سره-یوځای-شوي

آوا
  https://www.avapress.com