له مخدره توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز په افغانستان کې یو ایرانی تبعه د مخدره توکو د قاچاق په تور په اتلس کاله بند محکوم کړ.
د دې مرکز له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ایرانۍ تبعه په دې وروستیو کې د اسلام قلعه په سیمه کې د شل کیلو ګرامه تاریاکو د قاچاق په تور ونیول شو.