کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستان راکټي بریدونه وغندل

افغان غږ آژانس(آوا) , 1 اسد 1391 ساعت 19:22

افغان حکومت په دې اړه کابل ته د پاکستان د صدراعظم راجه پرویز اشرف د سفر په ترڅ کې له هغه سره هم خبرې کړي او د دې توغندویو د ژر بندیدو غوښتنه یې کړې.


د بهرنیو چارو وزارت پر ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو د پاکستان له خوا راکټي بریدونه وغندل او د ژر بندولو غوښتنه یې وکړه.

د دې وزارت ویاند جانان موسی زي نن په کابل کې خبریالانوته وویل؛ چې د افغانستان د ملي امنیت د شورا په غونډه کې هم نن پر دې مسالې بحث وشو او د دې راکټونو دوام د دواړو هیوادونو پر اړیکو منفي اغیزې کوي:

ده څرګنده کړه، چې افغان حکومت په دې اړه کابل ته د پاکستان د صدراعظم راجه پرویز اشرف د سفر په ترڅ کې له هغه سره هم خبرې کړي او د دې توغندویو د ژر بندیدو غوښتنه یې کړې.

سیمه ییز چارواکي وایي، چې تیره ورځ د کونړ په دانګام او شیګل ولسوالیو د پاکستان له خوا کابو درې سوه توغندي لګیدلي؛ چې څلور ملکي وګړي یې وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي


د مطلب کود: 45655

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/45655/د-بهرنیو-چارو-وزارت-افغانستان-پر-سرحدي-سیمو-پاکستان-راکټي-بریدونه-وغندل

آوا
  https://www.avapress.com