کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایساف وايي، د کندهار په پنجوايي کې يې د وسله والو طالبانو یو مشر نیولی

افغان غږ آژانس(آوا) , 12 سرطان 1391 ساعت 20:01

د ایساف له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د نیول شوي طالب د هویت په اړه څه نه دي راغلي، خو ویل شوي چې دغه کس په سیمه کې د افغان او نړېوالو ځواکونو په وړاندې حملې پلانولې او وسله وال طالبان یې په وسلو سمبالول.


په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وايي، چې نن یې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو مشر نیولی دی.

د ایساف له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د نیول شوي طالب د هویت په اړه څه نه دي راغلي، خو ویل شوي چې دغه کس په سیمه کې د افغان او نړېوالو ځواکونو په وړاندې حملې پلانولې او وسله وال طالبان یې په وسلو سمبالول.

خبرپاڼه کې راغلي چې ایساف ځواکونو نن په غزني کې هم یو طالب نیولی چې د ماین جوړولو مهارت یې درلود.


د مطلب کود: 44421

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/44421/ایساف-وايي-د-کندهار-په-پنجوايي-کې-يې-وسله-والو-طالبانو-یو-مشر-نیولی

آوا
  https://www.avapress.com