کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سرپل کې یو وار بیا د یوه ښوونځي لسګونه ښځینه زده کوونکي مسمومې شوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 10 سرطان 1391 ساعت 16:43

د چهارباغ د منځنی ښوونځی 59 نجونې زده کوونکي مسمومي شوي او روغتون ته لیږل شوي.


په سرپل ولایت کې نن یو وار بیا د یو ښوونځی لسګونه زده کوونکي مسمومې شوي دي.

د سرپل د پوهنې ریاست د تدریس مرستیال سید عبدالوکیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې د چهارباغ د منځنی ښوونځی 59 نجونې زده کوونکي مسمومي شوي او روغتون ته لیږل شوي.

دا په سرپل کې په تیره یوه اونۍ کې څلورم وار دی، چې نجونې زده کوونکي مسمومیږي.

خو د راپورنو سره سم افغان امنیتي ادارې تر اوسه نه دي توانېدلي، چې په تور یې څوک ونیسي.


د مطلب کود: 44249

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/44249/په-سرپل-کې-یو-وار-بیا-د-یوه-ښوونځي-لسګونه-ښځینه-زده-کوونکي-مسمومې-شوي

آوا
  https://www.avapress.com