همدارنګه مظاهره کوونکي وايي، چې د پاکستان دې عمل ته دي افغان حکومت او ایساف ځواب ووايي.
د کونړ په اسمار او دانګام کې سلګونه کسان د پاکستان پر ضد مظاهرې ته راوتلي
افغان غږ آژانس(آوا) , 10 سرطان 1391 ساعت 16:41
همدارنګه مظاهره کوونکي وايي، چې د پاکستان دې عمل ته دي افغان حکومت او ایساف ځواب ووايي.
له کونړ څخه راپورونه وايي، چې د دې ولایت د اسمار او دانګام ولسوالیو سلګونه کسان د پاکستان د له خوا پر دغو سیمو د راکیټونو راغورځولو په غبرګون کي مظاهرې ته راوتلي.
د ازادۍ راډیو خبریال له سیمي وايي، چې مظاهره کوونکي ژر د کونړ پر سرحدي ولسوالیو د راکیټونو د بندلو غوښتنه کوي.
همدارنګه مظاهره کوونکي وايي، چې د پاکستان دې عمل ته دي افغان حکومت او ایساف ځواب ووايي.
د راپورونو له مخې له تیرو درو میاشتو راهیسې د افغانستان ختیځي سرحدي سیمه د پاکستان له سرحدونو ویشتل کیږي.
ویل کیږي، چي د توغندیو په دغو حملو کي ولسي خلکو ته زیان هم رسېدلی.
د مطلب کود: 44248