کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لویه څارنوالۍ د ولسي جرګې پخوانی غړی کبیر رنجبر د یوې نجلۍ د تښتولو په تور نیولی

افغان غږ آژانس(آوا) , 4 سرطان 1391 ساعت 14:25

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري څرګنده کړه، چې دا نجلۍ یوولس میاشتې مخکې لا درکه شوې وه او د کبیر رنجبر په کور کې پیدا شوې ده.


لویه څارنوالۍ وایي، چې د ولسي جرګې پخوانی غړی کبیر رنجبر یې د یوې نجلۍ د تښتولو او جنسي تیري په تور نیولی دی.

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري څرګنده کړه، چې دا نجلۍ یوولس میاشتې مخکې لا درکه شوې وه او د کبیر رنجبر په کور کې پیدا شوې ده.

رحمت الله نظري څرګنده کړه، چې کبیر رنجبر دا مهال د څیړنو لپاره په توقیف کې دی.

ده وویل، که چیرې جرم پر کبیر رنجبر ثابت شي نو ښایي چې په اوږدمهاله بند محکوم شي.

کبیر رنجبر لا تر اوسه د دې تور په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 43776

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/43776/لویه-څارنوالۍ-د-ولسي-جرګې-پخوانی-غړی-کبیر-رنجبر-یوې-نجلۍ-تښتولو-په-تور-نیولی

آوا
  https://www.avapress.com