کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ والي او په کابل کې د روسیې سفیر په هېواد کې د امریکا له پوځي اډو سره مخالف دي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) - کابل , 27 جوزا 1391 ساعت 14:42

هر امنیتي تړون چې په راتلونکي کې یې افغانستان له امریکا او یاهم کوم بل هیواد سره لاسلیک کوي؛ باید د دوی اندیښنې په پام کې ونیسي.


په افغانستان کې د روسیې سفیراو د بلخ والي نن په دې هیواد کې د امریکا له احتمالي دایمي پوځي اډو سره مخالفت څرګند کړ.

د روسیې سفیر ″اندري لیو نویچ اویتسیان″ به مزارشریف کې له عطا محمد نور سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، هر امنیتي تړون چې په راتلونکي کې یې افغانستان له امریکا او یاهم کوم بل هیواد سره لاسلیک کوي؛ باید د دوی اندیښنې په پام کې ونیسي.

ده څرګنده کړه له ۲۰۱۴ میلادي کال نه وروسته، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو نیټه اعلان شوې، اړتیا نه لیدل کیږي؛ چې امریکایي او نور بهرني ځواکونه په دې هیواد کې پاتې شي.

په عین حال کې د بلخ والي وایي، چې په افغانستان کې د بهرنیوځواکونو پوځي اډې دا هیواد د نړۍ د سترو او پیاوړو هیوادونو د سیالۍ په میدان بدلوي.

کابل او واشنګټن به د ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې ترڅنګ تر یوه کاله پورې د یوه پوځي سند په هکله هم پریکړې ته ورسیږي.


د مطلب کود: 43231

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/43231/د-بلخ-والي-او-په-کابل-کې-روسیې-سفیر-هېواد-امریکا-له-پوځي-اډو-سره-مخالف-دي

آوا
  https://www.avapress.com