کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان حکومت د یو افغان پولیس په ژغورلو کې د یوبریتانوي عسکر د قرباني ستاینه وکړه

افغان غږ آژانس(آوا) , 16 جوزا 1391 ساعت 10:33


د افغانستان حکومت هغه بريتانوي عسکر وستايه چې د يوه يرغمل شوي افغان پوليس د ژغورلو په عملياتو کې ووژل شو.

د هلمند د والي دفتر وويل، افغان پوليس د يکشنبې په ماښام د دغه ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې له خپلې پوستې تښتول شوي و.

د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف وويل، بريتانوي پوځيانو افغان پوليس له يرغمل نيوونکو راخوشي کړ، خو د دوي يو خپل عسکر ووژل شو او او بل ژوبل شو.

د هلمند والي ګلاب منګل د بريتانوي پوځي پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه، ويې ويل چې د هلمند خلک به د دغه بريتانوي سرتېري قرباني هېره نه کړي.

د دغه عسکر له وژل کېدو سره له ۲۰۰۱ څخه تر اوسه پوري په افغانستان کې د بريتانوي پوځيانو د تلفاتو شمېر ۴۱۷ ته ورسېد.

سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 42543

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/42543/افغان-حکومت-د-یو-پولیس-په-ژغورلو-کې-یوبریتانوي-عسکر-قرباني-ستاینه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com