کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزي محمدسرور دانش ته د ولسي جرګې د نه باور رایې له امله خواشیني څرګنده کړه

افغان غږ آژانس(آوا) , 13 جوزا 1391 ساعت 19:38

د هېواد جمهور رئیس محمد سرور دانش ته چې کلونه کلونه یې د هېواد په بېلابېلو ادارو کې خدمت تر سره کړی او د هېواد یو پوه شخصیت دی، د نه باور رایې له امله خواشیني څرګنده کړه.


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د سترې محکمې پېشنهادي غړي محمدسرور دانش ته د ولسي جرګې لخوا د نه باور رایې له امله، خواشیني څرګنده کړه.

نن ولسي جرګه د سترې محکمې دوو تنو غړیو ته د باور رایې د ورکولو په موخه د رایو صندوقونو ته لاړل چې په نتیجه کې عبدالمالک کاموي د ۱۲۷ تاییدي رایو په اخیستلو سره د ستړې محکمې د غړي په توګه انتخاب شو او محمد سرور دانش ونشوای کولای چې د سترې محکمې د غړیتوب لپاره لازمې رایې تر لاسه کړي.

د هېواد جمهور رئیس محمد سرور دانش ته چې کلونه کلونه یې د هېواد په بېلابېلو ادارو کې خدمت تر سره کړی او د هېواد یو پوه شخصیت دی، د نه باور رایې له امله خواشیني څرګنده کړه.



حامد کرزي د ولسي جرګې د غړیو چې د سترې محکمې غړي عبدالمالک کاموي ته یې د باور رایه ورکړه، قدرداني وکړه او نوموړي ته یې د افغانستان خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې د موفقیت هیله وکړه.


د مطلب کود: 42427

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/42427/حامد-کرزي-محمدسرور-دانش-ته-د-ولسي-جرګې-نه-باور-رایې-له-امله-خواشیني-څرګنده-کړه

آوا
  https://www.avapress.com