کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان دولت په نورستان کې د ۳ میلون ډالرو په ارزښت یوشمېر پروژې پلې کوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 6 جوزا 1391 ساعت 17:33

دغه درې میلیونه ډالره د افغانستان د ماليې وزارت له خوا ورکول کیږي، خو د بشپړولو وخت یې نه دی یاد سوی.


د افغانستان د مالیې او فواید وزارتونه غواړي، چې په نورستان کې د ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د بیارغوني یو شمیر پروژې پلې کړي.

د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن او د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال نن د نورستان مرکز پارون ته تللي وو او په دې ولایت کې یې د یوه روغتون، دارالمعلمین او مېلمستون د ودانیو او د برېښنا د یوې پروژې د بنسټ ډبره ایښې.

دغه درې میلیونه ډالره د افغانستان د ماليې وزارت له خوا ورکول کیږي، خو د بشپړولو وخت یې نه دی یاد سوی.

نورستان یو له نا ارامو ولایتونو څخه دی، چې د بیارغوني لپاره ډیر لږ کار په کې شوی دی.

سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 41996

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41996/افغان-دولت-په-نورستان-کې-د-۳-میلون-ډالرو-ارزښت-یوشمېر-پروژې-پلې-کوي

آوا
  https://www.avapress.com