کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شیکاګو په کانفرانس کې به له ۲۰۱۴وروسته د ناټو د ماموریت په اړه هم خبرې وشي

افغان غږ آژانس(آوا) , 25 ثور 1391 ساعت 16:04

په افغانستان کې د ناټو چارواکي وایي، چې د شیکاګو په کانفرانس کې به له ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د ماموریت د څرنګوالي په اړه هم خبرې وشي.



د ناټو د ملکي استازي ویاند ډومینیک میډلي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د شیکاګو کانفرانس یوه کلیدي موضوع به په افغانستان کې د ناټو د اوږدمهاله ماموریت ژمنې وي:

(د شیکاګو یو مهم هدف له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د مشغولتیا لپاره د یوې دورې جوړول دي.

د ۲۰۱۴ کال په پای کې به د ایساف ماموریت پای ته رسیږي خو ناټو به همداسې متعهده پاته وي.

په شیکاګو کې به ناټو په ډاګه کړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به یې ماموریت څه ډول وي.)

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د شیکاګو سرمشریزه د راتلونکې یکشنبې او دوشنبې په ورځ جوړه شي.

په دې کانفرانس کې به د افغان امنیتي ځواکونو د مالي مرستې لپاره هم ژمنې کیږي.


د مطلب کود: 41309

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41309/د-شیکاګو-په-کانفرانس-کې-له-۲۰۱۴وروسته-ناټو-ماموریت-اړه-هم-خبرې-وشي

آوا
  https://www.avapress.com