کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

م.م: تر ۲۰۱۴ مخکې باید د افغان مېرمنو د حقونو د ساتنې لپاره کار وشي

افغان غږ آژانس(آوا) , 23 ثور 1391 ساعت 18:41

ملګرو ملتونو د ناټو د راتلونکې مشریزي غونډې په ګډونوالو غږ کړی؛ چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو له وتلو مخکې باید د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره ګامونه پورته کړې.


افغانستان ته د ملګرو ملتونو خاص استازي ″یان کوبیش″ د شنبې په ورځ وویل، که چیرې افغان حکومت له طالبانو سره پخلا شي او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، په تېرو لسو کلونو کې په دې هېواد کې د ښځو په تعلیمي او امنیتې برخو کې لاسته رواړنې ممکن له منځه لاړې شي.

د کوبیش څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د ماموریت یا (یوناما)، د ملګرو ملتونو د ښځو د سازمان او د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق د ګډې اعلامیې پر اساس وې.

د ناتو په غونډې کې چې د می په شلمه او یوویشتمه به د امریکا په شیکاګو ښار کې جوړه شي، افغان امنیتي ځواکونو ته د مرستو او بشری حقونو د ملاتړ په مسلو به بحث وشي.


د مطلب کود: 41185

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41185/م-تر-۲۰۱۴-مخکې-باید-د-افغان-مېرمنو-حقونو-ساتنې-لپاره-کار-وشي

آوا
  https://www.avapress.com