کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دننګرهار او کونړ ولايتونو ترمنځ دلويې لارې په اوږدو کې دافغان بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې نهه وسله وال مخالفين ووژل شول

افغان غږ آژانس(آوا) , 7 ثور 1391 ساعت 17:45

دعملياتو پرمهال ګډو ځواکونو يو دوه اتيا ملي متري توپ، يو پيکا او درې کلاشنکوفونو هم دوسله والو مخالفينو څخه ترلاسه کړي دي.


دغه ګډ عمليات دملي اردو ددوهمې پلې لېوا حمايوي کنډک او بهرنيو ځواکونو له لورې وروسته له هغه ترسره شول ، چې وسله والو مخالفينو د جلال اباد- اسمار دلويې لارې په اوږدو کې دافغان او بهرنيو ځواکونو په يو ګډکاروان وسله وال بريد وکړ.
له بريد وروسته ګډو ځواکونو پروسله والو مخالفينو ځوابي عمليات وکړل ، چې په ترڅ کې يې نهه وسله وال مخالفين ووژل شول او خالد دنعيم زوى په نوم يو وسله وال مخالف ګډو ځواکونو ژوندى نيولى .
دعملياتو پرمهال ګډو ځواکونو يو دوه اتيا ملي متري توپ، يو پيکا او درې کلاشنکوفونو هم دوسله والو مخالفينو څخه ترلاسه کړي دي.
درارسيدلو راپورونو له مخې پدې عملياتو کې افغان او بهرنيو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نده اوښتې .


د مطلب کود: 40769

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/40769/دننګرهار-او-کونړ-ولايتونو-ترمنځ-دلويې-لارې-په-اوږدو-کې-دافغان-بهرنيو-ځواکونو-ګډو-عملياتو-نهه-وسله-وال-مخالفين-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com