کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وروستیو اورښتونو په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې زیانونه اړولي دي

افغان غږ آژانس(آوا) , 2 ثور 1391 ساعت 13:16

په دې ولایتونو کې ارزګان، پکتیا، زابل، هرات، غور، بادغیس، کندهار او کابل شامل دي.


په افغانستان کې له پيښو سره د مبارزې اداره وایې چې د وروستیو اورښتونو له امله د کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې سیلابونو سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي.

په دې ولایتونو کې ارزګان، پکتیا، زابل، هرات، غور، بادغیس، کندهار او کابل شامل دي.

د یادې ادارې مشر ډاکټر دایم کاکړ د دې زیانونو په اړه آزادۍ راډیو ته داسي معلومات ورکړل.

″دغو وروستیو سیلابونو شاوخوا پنځه سوه کورنۍ متضرره کړي او یو زردو دوه سوه جریبه ځمکه ویجاړه کړې ده.″

د ښاغلي کاکړ په وینا شل هغه ولایتونه چې پکښې تیر کال درنې واورې و اوریدلې د سیلابونو له ګواښ سره مخ دي.

دی وایې، دوی د نړیوالو موسسو په همکارۍ هڅه کوي چې اړو کسانو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.


د مطلب کود: 40362

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/40362/وروستیو-اورښتونو-په-کابل-او-یوشمېر-نورو-ولایتونو-کې-زیانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com