کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اندونیزیا وايي ۱۲۰ افغان کډوال یې له ډوبېدا وژغورل

افغان غږ آژانس(آوا) , 21 حمل 1391 ساعت 18:05

د اندونیزیا ملي څېړنې او ژغورنې ادارې ویلي د یکشنبې په ورځ یې د کښتۍ له کپتانه د مرستې یو تماس ترلاسه کړ.


اندونیزیا ویلي هغه ۱۲۰ افغان کډوال یې له ډوبېدا ژغورلي، چې اندونیزیا ته په یوه لرګینه کښتۍ کې سپاره وو.

دوی وايي چې ددغو کډوالو کښتۍ سورۍ شوې وه.

د اندونیزیا ملي څېړنې او ژغورنې ادارې ویلي د یکشنبې په ورځ یې د کښتۍ له کپتانه د مرستې یو تماس ترلاسه کړ.

دوی وايي چې دغه افغانان د اندونیزیا له جاوا ټاپو څخه لوېديځ ته په ټانکرو کې لېږدول شوي.

عیني شاهدانو ویلي، پولیس له کډوالو سره پر خبرو بوخت دي، چې ولې بېرته خپل هېواد ته نه ستنېږي.


د مطلب کود: 39524

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/39524/اندونیزیا-وايي-۱۲۰-افغان-کډوال-یې-له-ډوبېدا-وژغورل

آوا
  https://www.avapress.com