یوه بله الوتکه هم د مرکزي روسېې په بالشوی کودیناوا سیمه کې را ولویده او ۴ تنه عمله ېې ووژل شول .
په روسیه کې د دوو الوتکو د لویدو په پيښه کې ۷تنه ووژل شول
افغان غږ آژانس(آوا) , 19 حمل 1391 ساعت 13:56
یوه بله الوتکه هم د مرکزي روسېې په بالشوی کودیناوا سیمه کې را ولویده او ۴ تنه عمله ېې ووژل شول .
د ایرنا د راپور له مخې د روسېې د بیړنیو پيښو وزارت پرون اعلان وکړ یوه روزنیزه الوتکه په کالوګا ولایت کې ولویده چې له امله ېې ۳ عمله ووژل شول .
په راپور کې راغلي یوه بله الوتکه هم د مرکزي روسېې په بالشوی کودیناوا سیمه کې را ولویده او ۴ تنه عمله ېې ووژل شول .
پرون سهار په تاتارستان جمهوریت کې هم د یوې چورلکې د لودیو په پيښه کې دری تنه ټپیان شوي ؤ .
د دوشنبې په ورځ هم په روسیه کې د یوې الوتکې د لویدو په پيښه کې ۳۱ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي ؤ .
د مطلب کود: 39324