کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا په رسمي توګه د سیپټمبر د ۱۱مې پيښې په اړه د القاعده ۵غړي تورن کړل

افغان غږ آژانس(آوا) , 17 حمل 1391 ساعت 15:32

دا پنځه واړه دا مهال په ګوانتنامو کې د امریکا په پوځي زندان کې دي چیرې چې به دا پوځي محاکمه هم ترسره شي.


د امریکا متحدو ایالتونو په رسمي توګه د القاعده شبکې هغه پنځه مشکوک غړي تورن کړل چې ویل کېږي د دوه زره یوم کال د سیپټمبر د یولسمې نیټې بریدونه یې پلان کړي وو. په دې بریدونو کې نژدې د درې زره کسان وژل شوي وو .

له پاکستاني ټبره خالد شیخ محمد سره د دې بریدونو په پلانولو او عملي کولو کې د یمن ولید بن عطاش، پاکستاني ټبره علي عبدالعزیز او د سعودي عربستان تبعه مصطفی احمد الهو ساوي تورن دی.

دا پنځه واړه دا مهال په ګوانتنامو کې د امریکا په پوځي زندان کې دي چیرې چې به دا پوځي محاکمه هم ترسره شي.


د مطلب کود: 39201

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/39201/امریکا-په-رسمي-توګه-د-سیپټمبر-۱۱مې-پيښې-اړه-القاعده-۵غړي-تورن-کړل

آوا
  https://www.avapress.com