کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنرال غلام فاروق بارکزی د بګرام او نورو توقیف ځایونو د لېږد مسؤول په توګه وټاکل شو

افغان غږ آژانس(آوا) , 10 حمل 1391 ساعت 8:52

حامد کرزي جنرال غلام فاروق بارکزي ته لارښوونه وکړه تر څو د اړوندو ادارو او ارګانونو سره په همکارۍ دې د بېګناهۍ له اثبات وروسته، بېګناه زندانیان له بند څخه خوشې کړي.


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي جنرال غلام فاروق بارکزی د نظامي پولیسو د لوی قوماندان او د بګرام او نورو توقیف ځایونو د لېږد مسؤول په توګه د ډګر جنرال په بست کې وټاکه او نوموړي تیره ورځ د هېواد له جمهور رئیس سره تر کتنې وروسته په رسمي ډول په کار پیل وکړ.

په هغو مراسمو کې چې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شول او په هغه کې د جمهوري ریاست مرستیالانو او د ملي دفاع وزیر هم ګډون کړی ؤ، د نظامي پولیسو لوی قوماندان او د بګرام او نورو توقیف ځایونو د لېږد مسؤول جنرال غلام فاروق بارکزي د جمهور رئیس د باور له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې خپلې دندې به د لوی خدای په مرسته او د هېواد له اړتیاوو په پام کې نیولو سره تر سره کړي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې په پوره قاطعیت سره به د هېواد حاکمیت وساتي او د بګرام په زندان کې به د افغانستان عدلي او قضایي حاکمیت ټینګ کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي ددې په ترڅ کې چې د نوموړي دنده یې مهمه وبلله او هغه ته یې د کامیابۍ او بریا هیله وکړه، ویې ویل چې دی له غور او مشورې وروسته، د نظامي پولیسو لوی قوماندان او د بګرام د زندان د لېږد د مسؤول په توګه ټاکل شوي یاست، هیله ده چې د ټاکل شوې مودې په ترڅ کې به د بګرام زندان د افغانستان تر حاکمیت لاندې راشي او د زندانیانو ټولو انساني حقونو ته به جدي پام وکړي.

حامد کرزي جنرال غلام فاروق بارکزي ته لارښوونه وکړه تر څو د اړوندو ادارو او ارګانونو سره په همکارۍ دې د بېګناهۍ له اثبات وروسته، بېګناه زندانیان له بند څخه خوشې کړي.

په پای کې جنرال بارکزي ډاډ څرګند کړ چې د ټولو زندانیانو سره به نېک انساني چلند وکړي.

ده وویل: دا به ثابته کړي چې افغانان کولای شي د خپل هېواد مسؤولیتونه په غاړه واخلي او هر ډول چارې په ډېر بریالیتوب سره پر مخ بوزي.

د یادولو وړ ده چې د ۱۳۹۰ کال د کب په ۱۹مه د افغانستان حکومت ته د بګرام د زندان د سپارلو موافقتنامه د ملي دفاع د وزیر سترجنرال عبدالرحیم وردګ او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د لوی قوماندان جنرال جان الن لخوا په کابل کې
لاسلیک شوه چې ددغه موافقتنامې مطابق به د شپږو میاشتو په ترڅ کې د بګرام زندان د افغانستان حکومت ته سپارل کېږي.

--


د مطلب کود: 38753

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/38753/جنرال-غلام-فاروق-بارکزی-د-بګرام-او-نورو-توقیف-ځایونو-لېږد-مسؤول-په-توګه-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com