کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکايي جنرالان د پاکستان له لوی درستیز سره ویني

افغان غږ آژانس(آوا) , 9 حمل 1391 ساعت 17:13

د پاکستاني چارواکو په وینا د امریکا د قواوو مرکزي قومندان جنرال جېمز ماتیس او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن به نن /چهارشنبه/ ناوخته له جنرال اشفاق کیاني سره وویني.


تاند - دوه جګپوړي امریکايي جنرالان نن به اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره ویني. دا به د تېر کال په نومبر کې د ناټو د هیلي کوپترو له لوري د ۲۴ پاکستاني سرحدي پوځیانو له وژل کېدو وروسته د دواړو خواوو د پوځي جنرالانو ترمنځ لومړنۍ کتنه وي.

د پاکستاني چارواکو په وینا د امریکا د قواوو مرکزي قومندان جنرال جېمز ماتیس او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن به نن /چهارشنبه/ ناوخته له جنرال اشفاق کیاني سره وویني.

د نومبر د شپږ ویشتمې نېټې حملې، چې امریکا د هغې په وجه له پاکستانه معذرت نه غواړي، پاکستاني چارواکي پارولي او د دې مسلې په خاطر له امریکا سره پر خپلو اړیکو بیا کتنه کوي.

دوی دغه راز په افغانستان کې د ناټو ترانزیتي لار بنده کړه او د بلوچستان شمسي اډه، چې امریکا به د بې پېلوټو الوتکو د حملو لپاره ترې کار اخیست، له امریکايي پوځیانو تخلیه کړه.

یوه پاکستاني پوځي چارواکي له فرانس پریس خبري اژانس سره په خبرو کې تایید کړه چې امریکايی جنرالان پاکستان ته رسېدلي، خو ویې ویل تر هغو نور مالومات نه شي ورکولی چې امریکايی جنرالانو د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني سره نه وي لیدلي.

پرون د پاکستان صدراعظم د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې د امریکا له ولسمشربارک اوباما سره وکتل. دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ پرضد به خپل منځي ايتلاف له ړنګېدو وژغوري.


د مطلب کود: 38731

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/38731/امریکايي-جنرالان-د-پاکستان-له-لوی-درستیز-سره-ویني

آوا
  https://www.avapress.com