کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې سرحدي پولیسو په شوراوک کې پنځه زره ماینونه ترلاسه کړي

افغان غږ آژانس(آوا) , 6 حمل 1391 ساعت 16:54

د پرسونل ضد دا ماینونه په تراکتورونو کې بار وو او له ماینونو سره شاوخوا دوه زره کیلوګرامه نور چاودیدونکي مواد هم نیول شوي.


د کندهار سیمه ایز چارواکي وایي، چې سرحدي پولیسو د دې ولایت په شوراوک ولسوالۍ کې پنځه زره ماینونه ترلاسه کړي دي.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د پرسونل ضد دا ماینونه په تراکتورونو کې بار وو او له ماینونو سره شاوخوا دوه زره کیلوګرامه نور چاودیدونکي مواد هم نیول شوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې ماینونو او چاودیدونکو موادو دواړه لیږدونکي له پولیسو سره په نښته کې وژل شويدي.


د مطلب کود: 38468

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/38468/کندهار-کې-سرحدي-پولیسو-په-شوراوک-پنځه-زره-ماینونه-ترلاسه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com