کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران او افغانستان دتجارتي راکړو ورکړو داندازې په زیاتیدا ټینګار وکړ

افغان غږ آژانس(آوا) , 22 حوت 1390 ساعت 13:57

شفقت دایران دخراسان شمالي ولایت دتوانمنیو په باره کښې په افغانستان کښې دیوه نندارتون دترسره کولولپاره ددغه ولایت دچمتووالي په اعلانولو سره وویل دایران خراسان شمالي ولایت دغه راز دافغانستان دسوداګرانو شیان مني .



دایران دخراسان شمالي ولایت او دافغانستان مسولانو دتجارتي او سوداګري راکړو ورکړو داندازې دزیاتولو او ملګرتیاو دپراخولو پرضرورت ټینګار وکړ .
 دیران دخراسان شمالي ولایت والي ابو طالب شفقت پرون په بجنورد ښار کښې دافغانستان دتجارت له پلاوي سره ددغه ولایت دصنایعو دمالکانو او سوداګرانو په ګډې غونډې کښې وویل ایران او افغانستان دوست او ګاونډي هیوادونه دي او په همدې علت ددواړو هیوادونو دراکړو ورکړو اندازه باید دتوانمنیو پراساس له وړاندې څځه زیاته شي .

شفقت دایران دخراسان شمالي ولایت دتوانمنیو په باره کښې په افغانستان کښې دیوه نندارتون دترسره کولولپاره ددغه ولایت دچمتووالي په اعلانولو سره وویل دایران خراسان شمالي ولایت دغه راز دافغانستان دسوداګرانو شیان مني .

دافغانستان دتجارت او صنایعو دکوټې دکرهڼې دکمیټۍ دمدیره پلاوي غړي او مشر او دفغان پلاوي سرپرست حاجي غلام نبي عیدي زاده هم په دغه غونډې کښې په افغانستان کښې دډیرو پانګونو فرصتونو ته په اشارې سره وویل افغانستان ترجیح ورکوي ددې پرځاې چې امریکا او اروپا دافغانستان له ملي ګټو استفاده وکړي له ایران سره شریک شي .

هغه ټینګار وکړ دافغانستان دزراعت په برخه کښې ښې او لاس نه خوړلي ځمکې شته او افغانستان کولای شي دغه ځمکې تر نوي (۹۰) کلونو پورې په اجارې افغان یا ایرانیو ښاریزو ته ورکړي .

دایران او افغانستان دتجارتي راکړو ورکړو اندازه اوس کابو ۱۴۰۰ میلیونه ډالره ده چې دغه اندازه په دریو یا څلورو کلونو کښې کابو درې برابره زیاتیدلای شي .
ټاکل شوي ده چې دایران په خراسان شمالي ولایت کښې دافغانستان د ولس (۱۷) کسیزه تجارتي پلاوي دشتون په دوه ورځې موده کښې په مختلفو برخو کښې دڅلویښت (۴۰)میلیونو ډالرو په ارزښت کابو اته تړونونه لاسلیک شي .


د مطلب کود: 37833

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/37833/ایران-او-افغانستان-دتجارتي-راکړو-ورکړو-داندازې-په-زیاتیدا-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com