کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان پاکستاني او چینايي چارواکي د افغانستان د سولې په اړه غوونډه کوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 15 حوت 1390 ساعت 19:16

افغان، پاکستاني او چینایې چارواکو په چین کې دېره شوي، څو د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړي.



پاکستاني رسنیو نن دوشنبې خبر ورکړ، چې دا ډول درې اړخیزو غونډو څخه لومړنۍ یې ده او په راتلونکي کې د دا ډول دوو نورو غونډو پلان هم لري.

د اسیا په چارو کې د چین د بهرنیو چارو زارت رییس د دې درې ورځنۍ غونډي مشري کوي.

دغه راز د دې غونډي د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي ډيپارټمنټ څخه امان الله جیحون او د پاکستاني لوري مشري د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مسوول عالمګیر بابر کوي.

د غونډې درو خواوو د اسیا په جنوب کې د همکاري د هڅو په ملاتړ د ملګرو ملتونو پر رول تاکید و کړ، خو چین غواړي، چې د شانګهایي د همکاری سازمان هم په دې هڅو کې دخیل واوسي.


د مطلب کود: 37419

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/37419/افغان-پاکستاني-او-چینايي-چارواکي-د-افغانستان-سولې-په-اړه-غوونډه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com