کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامدکرزي د روسیې د جمهوررئیس په توګه د ولادیمیر پوتین د انتخاب له امله هغه ته مبارکي وویله

افغان غږ آژانس(آوا) , 15 حوت 1390 ساعت 16:52

حامدکرزي، نن له غرمې وروسته له ولادیمیر پوتین سره د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې له خپلې خوا او د افغانستان د خلکو په استازیتوب هغه ته د روسیې د جمهوررئیس په توګه د انتخاب له امله
مبارکي وویله.


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن له غرمې وروسته له ولادیمیر پوتین سره د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې له خپلې خوا او د افغانستان د خلکو په استازیتوب هغه ته د روسیې د جمهوررئیس په توګه د انتخاب له امله
مبارکي وویله.

د رپوټونو له مخې، د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره په روسیه کې تېره ورځ انتخابات ترسره شول چې لومړیو اعلان شویو نتایجو په پایله کې ولادیمیر پوتین د ۶۴٪ په شاوخوا کې رایې ترلاسه او د روسیې د جمهوررئیس په توګه وټاکل شو.

د افغانستان جمهوررئیس په دغه ټیلیفوني اړیکه کې له خپل روسي سیال سره په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان او روسیې تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د کتنې په اړه خبرې
اترې وکړې.


د مطلب کود: 37401

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/37401/حامدکرزي-د-روسیې-جمهوررئیس-په-توګه-ولادیمیر-پوتین-انتخاب-له-امله-هغه-ته-مبارکي-وویله

آوا
  https://www.avapress.com