کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهاراو کونړکې نن هم یو شمېر خلک واټونو ته راووتل

افغان غږ آژانس(آوا) , 4 حوت 1390 ساعت 13:54

دغو مظاهره کوونکو د هغو کسانو محاکمه هم غوښتله، چې د بګرام په هوایي ډګر یي د کلام پاک بې حرمتي کړې.



په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې نن هم یو شمېر خلک واټونو ته راووتل او له بهرنیو ځواکونو یي وغوښتل، چې د دوې دیني مقدساتو ته بشپړ درناوې وکړي.

دغو مظاهره کوونکو د هغو کسانو محاکمه هم غوښتله، چې د بګرام په هوایي ډګر یي د کلام پاک بې حرمتي کړې.

دا مظاهرې په داسې حال کې کیږي، چې پرون افغان ولسمشر پر خلکو غږ وکړ، چې ارامې دې وساتي.

د ولسمشر له دفتره په خپري شوې خبرپاڼې کې له امنیتې ځواکونو هم غوښتل شوې، چې د مظاهرو پر مهال دې د خلکو پر ضد له زورزیاتي کار نه اخلي او د ولسي وګړو د ژوند د خوندیتوب پام دې وساتي.


د مطلب کود: 36583

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/36583/په-ننګرهاراو-کونړکې-نن-هم-یو-شمېر-خلک-واټونو-ته-راووتل

آوا
  https://www.avapress.com