کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان لپاره د م.م ځانګړي استازي د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سره وکتل

افغان غږ آژانس(آوا) , 25 دلو 1390 ساعت 14:02

يان کوبيش په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان هلې ځلې وستايلې او د سرمنشي بانکي مون د ښو هيلو پيغام يې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک ته ورساوه.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو خاص استازي پرون (دوشنبه) په اسلام اباد کې د پاکستان له کورنيو چارو وزير سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

يان کوبيش په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان هلې ځلې وستايلې او د سرمنشي بانکي مون د ښو هيلو پيغام يې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک ته ورساوه.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير وويل چې هيواد يې د يوه سوله ييز، امن او غښتلي افغانستان غوښتونکي دي.

ده د سيمه ييز امنيت لپاره د ملګروملتو د اقداماتو ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې ملګري ملتونه به په سيمه کې خپل دې مثبت رول ته دوام ورکړي.


د مطلب کود: 36204

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/36204/د-افغانستان-لپاره-م-ځانګړي-استازي-پاکستان-کورنیو-چارو-له-وزیر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com