کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا وايي ګراسمن پاکستان ته له سفره منع شوی

افغان غږ آژانس(آوا) , 28 جدی 1390 ساعت 19:58

د پاکستان حکومت فکر کوي چې تر هغو دې ګراسمن نه ورځي چې د پاکستان پارلماني کمېټې له امریکا سره د پاکستان د اړیکو په اړه خپلې سپارښتنې نه وي وړاندې کړي.


تاند - د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د افغانستان او پاکستان لپاره د دغه هیواد خاص استازي مارک ګراسمن د اسلام اباد سفر د پاکستان په غوښتنه ځنډولی دی.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی مارک ټونر په یوه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پاکستان حکومت فکر کوي چې تر هغو دې ګراسمن نه ورځي چې د پاکستان پارلماني کمېټې له امریکا سره د پاکستان د اړیکو په اړه خپلې سپارښتنې نه وي وړاندې کړي.

د پاکستان پارلمان د دغه هیواد د صدراعظم په غوښتنه د تېر کال د نومبر د ۲۶ نېټې له حملې وروسته له امریکا سره د خپل هیواد پر اړیکو بیا کتنه کوي.

پارلماني کمېټې تېره اوونۍ خپلې ځینې سپارښتنې حکومت ته وړاندې کړې.ویل کېږي چې دې کمېټې د ترانزیتي لار د ورکولو په بدل کې له ناټو څخه د مالیې د اخیستلو سپارښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ویاند څخه وپوښتل شول چې د پاکستان پر سرحدي پوستې د حملې په خاطر له پاکستانه بخښنه غواړي؟ نو هغه د پاکستان د پارلماني کمېټې له لوري د سپارښتنو د مسلې یادونه وکړه، ویې ویل:« تر کومه ځایه چې زه خبر یم، دا یوه تش په نومه پارلماني کمېټه ده چې غور کوي- زه په دې باب نور څه نه وایم.»

پاکستان ته له سفره د ګراسمن منع کول د امریکا او پاکستان ترمنځ ترینګلو اړیکو ته یو بل ګوزار ګڼل کېدای شي.

پاکستان وروسته له دې خپل هیواد ته د ګراسمن له ورتګ سره مخالفت وکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان پر حالاتو ژوره خواشیني څرګنده کړه او د پاکستان له چارواکو څخه یې وغوښتل چې د دې مسلې د اوارولو لپاره له بلوچ مشرانو سره خبرط وکړي.


د مطلب کود: 35283

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/35283/امریکا-وايي-ګراسمن-پاکستان-ته-له-سفره-منع-شوی

آوا
  https://www.avapress.com