کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات:

د ۱۲ ولسوالیو امنیتي مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل کیږي

افغان غږ آژانس(آوا) , 26 جدی 1390 ساعت 14:28

د هرات د والي ویاند محی الدین نوري له دې وړاندې ویلي وو، چې دوی د امنیتي مسوولیتونو انتقال بهیر ته بشپړ چمتووالی لري.


د هرات سیمه ییر چارواکي وایي، چې نن به د دغه ولایت په دولسو ولسوالیو کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیت دانتقال بهیر پلی شي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د چارواکو له خولې وایي، چې په دغو مراسمو کې به افغان او بهرنیو ځواکونو چارواکي هم ګډون وکړي.

د هرات د والي ویاند محی الدین نوري له دې وړاندې ویلي وو، چې دوی د امنیتي مسوولیتونو انتقال بهیر ته بشپړ چمتووالی لري.

هرات پنځلس ولسوالۍ لري، چې د چشت شریف، شین ډنډ او اوبې ولسوالۍ پرته په نورو ټولو کې نن امنیت افغان ځواکونو ته لیږدول کیږي.

د هرات د ښار امنیت د انتقال په لومړي پړاو کې افغان ځواکونو ته سپارل شوی و.


د مطلب کود: 35168

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/35168/د-۱۲-ولسوالیو-امنیتي-مسوولیت-افغان-ځواکونو-ته-سپارل-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com