کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وزیرانو شورا د ایران او افغانستان کلتوري موافقه تصویب کړه

افغان غږ آژانس(آوا) , 20 جدی 1390 ساعت 18:53

د راپور له مخې د افغانستان د وزیرانو شورا همداراز له ایران سره د کلتوري موافقې له تاییدولو وروسته دوې نورې موافقې له جاپان او یونسکو سره تصویب کړې.


د افغانستان د وزیرانو شورا په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي نړۍ د کلتوري مرکز په توګه د غزني د لرغونو اثارو د بیارغونې په اړه د افغانستان او ایران کلتوري موافقه تصویب کړه.
تاند - د ولسمشر کرزي د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم له دې موافقې سره سم به ایرانیان د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مامورینو او د تاریخي اثارو ترمیموونکو ته کورسونه دایر کړي او ضمناً به په غزني ښار کې د سلطان مسعود او سلطان ابراهیم مقبرې ترمیم کړي، د ابوریحان البیروني د زیارت ترڅنګ به یوه یادګاري ودانۍ جوړه او د غزني ښار د تاریخي او کلتوري مسایلو په باب به شپږ کتابونه چاپ کړي.

د راپور له مخې د افغانستان د وزیرانو شورا همداراز له ایران سره د کلتوري موافقې له تاییدولو وروسته دوې نورې موافقې له جاپان او یونسکو سره تصویب کړې.

د ارګ په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي: د وزیرانو شورا په خپله نننۍ غونډه کې د پولیسو لپاره د تعلیمي نصاب د انکشاف، روزنې او تعلیمي موادو د تدوین لپاره له یونسکو سره د افغانستان د دولت موافقه تصویب کړه.

د دې موافقې په اساس جاپان د درې ملیونو امریکایي ډالرو معادل یونسکو ته ورکوي څو د افغانستان د دولت له هغې پروژې سره مرسته وکړي چې اصلي موخه یې د امنیت بهبود، حکومتداري، د قانون تطبیق، بشري حقونه او د سواد د کچې لوړول دي.

همدا راز د کابینې غونډې په افغانستان کې د انکشافي پروژو د تمویل لپاره د افغانستان او د ابوظبۍ د انکشافي صندوق ترمنځ د دوه سوه پنځوس ملیون ډالرو بلاعوضه مرستې د تفاهم یاداښت تائید کړ.

د دې بلاعوضه مرستې نژدې یو سلو اتیا ملیون ډالره به په کابل ښار کې د معلولینو او معیوبینو لپاره د شپږو زرو اپارتمانونو په جوړولو ولګول شي او نورې پاتې به یې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د انکشافي پروژو لپاره ځانګړې شي.


د مطلب کود: 34912

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/34912/د-وزیرانو-شورا-ایران-او-افغانستان-کلتوري-موافقه-تصویب-کړه

آوا
  https://www.avapress.com