کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره د مخه ښې کتنه وکړه

افغان غږ آژانس(آوا) , 22 قوس 1390 ساعت 20:43

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې تر سره شوه، د هېواد جمهور رئیس د ښاغلي ډیمسټورا
د دوه کلن ماموریت له امله مننه وکړه او په راتلونکو دندو کې یې ورته د
بریالیتوب هیله وکړه.


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن ماښام په افغانستان کې
د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سټیفن ډیمیستورا سره د مخه ښې کتنه
وکړه.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې تر سره شوه، د هېواد جمهور رئیس د ښاغلي ډیمسټورا
د دوه کلن ماموریت له امله مننه وکړه او په راتلونکو دندو کې یې ورته د
بریالیتوب هیله وکړه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټیفن ډیمستورا په افغانستان کې د
خپلدوه کلنماموریت په اړه وویل چې دغه ماموریتکه څه هم له څه ستونزو سر مل ؤ خو بیا هم زما لپاره ډېر جالب ؤ.

د یادولو وړ ده چې سټیفن ډیمیستورا په افغانستان کې له دندې وروسته د ایټالیا
د بهرنیو چارو په وزارت کې د معین په توګه ټاکل شوی دی.

سر چینه : د جمهور رئیس د ویاند دفتر


د مطلب کود: 33795

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/33795/جمهور-رئیس-د-ملګرو-ملتونو-سرمنشي-له-ځانګړي-استازي-سره-مخه-ښې-کتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com