کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزي او محمود احمدي نژاد د افغانستان – پاکستان او ایران د سرانو په درۍ اړخیزه ناسته موافقه وکړه

افغان غږ آژانس(آوا) , 20 قوس 1390 ساعت 11:06

همداراز احمدي نژاد د افغانستان- پاکستان او ایران د سرانو ددرۍ اړخیزو ناستو پر موثریت
باندې د ټینګار په ترڅ کې وړاندیز وکړ چې د دغو هېوادونو د سرانو درې اړخیزه ناسته دې
ژر جوړه شي.


 د ایران د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمود احمدي نژاد تېره شپه د
افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي ته د یوې ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې د
عاشورا په ورځ په کابل ښار کې د تروریستي برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په خاطر خپله
غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړه.

همداراز احمدي نژاد د افغانستان- پاکستان او ایران د سرانو ددرۍ اړخیزو ناستو پر موثریت
باندې د ټینګار په ترڅ کې وړاندیز وکړ چې د دغو هېوادونو د سرانو درې اړخیزه ناسته دې
ژر جوړه شي.

حامد کرزي د ډاکټرمحمود احمدي نژاد له غمشریکۍ څخه مننه وکړه، د افغانستان- پاکستان او
ایران د سرانو د درۍ اړخیزه ناستې وړاندیز یې ومانه او زیاته یې کړه چې له ګاونډیو
هېوادونو سره د دوستانه اړیکو پراختیا د افغانستان د خارجي سیاست په محور کې قرار لري
او افغانستان تیار دی چې په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د جمهور رئیس د ویاند دفتر


د مطلب کود: 33686

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/33686/حامد-کرزي-او-محمود-احمدي-نژاد-د-افغانستان-پاکستان-ایران-سرانو-په-درۍ-اړخیزه-ناسته-موافقه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com