کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو په بروکسل د افغانستان او پاکستان په اړه غونډه کوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 16 قوس 1390 ساعت 19:51

د پاکستان په یوې سرحدي پوستې د ناټو ځواکونو له یوې حملې ورسته چې څلورویشت پاکستاني عسکر په کې ووژل شول، د ناټو سازمان او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوي دي.


د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن د دې سازمان په مرکز بروکسل کې خپلې دوه ورځنۍ خبرې پيلوي.

ټاکل شوې چې دوی د افغانستان او پاکستان په وضعیت او له روسیې سره پر اړیکو خبرې وکړي.

دا غونډه په داسې وخت کې کیږي، چې د پاکستان په یوې سرحدي پوستې د ناټو ځواکونو له یوې حملې ورسته چې څلورویشت پاکستاني عسکر په کې ووژل شول، د ناټو سازمان او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوي دي.

د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د افغانستان په اړه د بن د نړیوال کنفرانس په نتایجو په ځانګړې توګه د ۲۰۱۴ کال تر پایه افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال په موضوع هم وغږیږي

ازادی رادیو


د مطلب کود: 33574

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/33574/ناټو-په-بروکسل-د-افغانستان-او-پاکستان-اړه-غونډه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com