کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل نن د افغانستان، پاکستان او ایران د غونډې کوربه وو

افغان غږ آژانس(آوا) , 6 قوس 1390 ساعت 19:52

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د ملګروملتونو د جرمونو اومخدروموادو د مبارزې اداره هم برخه لري او پر دې خبرې کیږی چې له قاچاق کوونکو سره باید څنګه مبارزه وشي.


د افغانستان، پاکستان او ایران په ګډون د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې درې اړخیزه غونډه نن په کابل کې جوړه شوه.

له نشه یي توکیو سره د مبارزې وزارت مطبوعاتي مسوول انجنیر ذبیح الله دایم ازادۍ راډیوته وویل، چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د ملګروملتونو د جرمونو اومخدروموادو د مبارزې اداره هم برخه لري او پر دې خبرې کیږی چې له قاچاق کوونکو سره باید څنګه مبارزه وشي.

انجنیردایم څرګنده کړه، چې د نشه توکیوپرضد د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره تر ډیره امریکا او بریتانیې مرسته کړې خو دی وایي، چې د نشه توکیو د قاچاق کوونکو پر وړاندې سیمه ایزې نه بلکې نړېوالې مبارزې ته اړتیا شته.
 
سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 33175

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/33175/کابل-نن-د-افغانستان-پاکستان-او-ایران-غونډې-کوربه-وو

آوا
  https://www.avapress.com