کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي اتحادیه له افغانستان سره ستراتیژیک تړون لاسلیکوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 21 عقرب 1390 ساعت 11:39

اروپايي اتحادیه غواړي له افغانستان سره له راتلونکې اوونۍ د ستراتیژیکو همکاریو د تړون لپاره خبرې پیل کړي.


په دې همکاریو کې به له اقتصادي مسایلو رانیولې، تر بشري حقونو او تر تروریستي ضد هلوځلو پوري مختلف موارد شامل وي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې دیپلوماتانو پرون وویل چې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ د بلجیم په مرکز بروکسل کې خبرې کوي او اټکل کېږي چې له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو او انکشاف لپاره د یوه تړون د لاسلکیولو په هدف د خبرو په پیلولو موافقه وکړي.
د اروپايي اتحادیې یوه دیپلومات وویل:«دا مهمه ده چې اروپايي اتحادیه له ۲۰۱۴ وروسته، چې په لسګونو زره بهرني پوځیان له افغانستانه وځي او د افغانستان حربي ماموریت په ملکي بدلېږي، دې هیواد ته ژمن پاتې کېږي.»

په دې تړون کې به د افغانستان د موسساتو جوړونه، د اقتصاد او ملکي برخو رغونه، بشري حقونو ته درناوی، انکشاف، اقتصادي مسایل، تروریستي ضد او د مخدرو موادو ضد هلې ځلې شاملېږي.

اروپايي اتحادیه به، چې له خپلو غړیو هیوادونو سره له افغانستان سره د کال شاوخوا یوملیارد یورو مرسته کوي، په افغانستان کې د خپلو پولیسو ماموریت درې کاله نور هم تصویب کړي.




د مطلب کود: 32662

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/32662/اروپايي-اتحادیه-له-افغانستان-سره-ستراتیژیک-تړون-لاسلیکوي

آوا
  https://www.avapress.com