حماس او فتح د غزې د تړانګې د چارو د اداره کولو لپاره د یوې کمیټې په جوړولو موافقه وکړه
آوا: د فتح او حماس تر منځ دغه هوکړه د ګوندونو تر منځ د یو لړ غونډو په پایله کې چې تېره ورځ په قاهره کې پای ته ورسېده، لاسلیک شوه.
د دغې طرحې له مخې دغه کمېټه به د بشردوستانه مرستو د برابرولو او د هغې د وېش، د ملکي چارو د ادارې، د غزې د تړانګې د بیارغونې او له مصر سره په پوله د رفح د لارې د څارنې دنده په غاړه ولري.
دا کمېټه چې د «ټولنې د ملاتړ» کمېټه بلل کېږي، د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس د ولسمشرۍ په حکم جوړېږي او په اداري، مالي او حقوقي چارو کې به د فلسطین له حکومت سره مل وي. د تیرې پنجشنبې په ورځ له قاهرې څخه یو پلاوی د صهیونیسټ رژیم او حماس ترمینځ د اوربند د خبرواترو د پیاوړتیا لپاره د نیواک سیمې ته لاړ .
په لبنان کښې د الاخبار ورځپاڼې په یو راپور کښې اعلان وکړ چې مصر صهیونیسټ رژیم ته یو پلان وړاندې کړی چې پکښې له یو نه تر دوو میاشتو پورې اوربند شامل دی چې په ترڅ کښې به یې بندیان په تدریج سره ازاد شی او د زړو کسانو او هغو کسانو ته به لومړیتوب ورکړل شی.