کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې د نشه یي توکو د زیانونو په اړه د پوهاوي او د کوکنارو د کښت د منع کولو کمپاین پیل شو

13 قوس 1403 ساعت 16:16

د بدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ مسوولينو په دغه ولايت کې دکروندګرو او عامو خلکو لپاره د نشه يي توکو د زيانونو او دکوکنارو دکرکيلې دمخنيوي په باب دپوهاوي دپيلولو اعلان کړى دى په دې کمپاین کې لسو ولسوالیو برخه اخیستې وه.


آوا - مزارشریف: د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر شفیق الله حافظی وایی: د نشه یی توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوی او د کوکنارو د کرکیلې د مخنیوی په موخه کمپاین پیل شوی دی. 
ده زياته کړه: د نشه يي توکو د زيانونو په باب د پوهاوي د کچې د لوړولو او د کوکنارو د کرکيلې د بندولو په دغه کمپاين کې په زرګونو بزګرانو او د ټولنې د بېلابېلو طبقو ګډون کړى و او دغه کمپاين له دوو مياشتو راهيسې د بدخشان ولايت په لسو ولسواليو کې پيل شوى دى. "
د بدخشان ولایت امنیه قوماندان په دغه ولایت کې د کوکنارو د لمنځه وړلو په موخه د پراخو عملیاتو د پیل اعلان وکړ او زیاته یې کړه، چې د کوکنارو د لمنځه وړلو په موخه له ۱۵۰۰ څخه زیات امنیتي ځواکونه د اسلامي امارت د حکومت د دریځ له امله د کوکنارو د لمنځه وړلو په موخه په عملیاتو بوخت دي. د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو موضوع جدي ده.
هغه وايي: د بدخشان ولايت اوسېدونکو ژمنه کړې وه چې کوکنار به نه کري، خو له بده مرغه تر درې سوو ډېر کسان د کوکنارو د کرلو په جرم نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په بدخشان ولايت کې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو له پړاوونو څخه خبرتيا، اخطار، له کروندګرو څخه د ضمانت اخيستل، نيول او عدلي او قضايي مرکزونو ته سپارل هغه پړاوونه دي.


د مطلب کود: 301864

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301864/په-بدخشان-کې-د-نشه-یي-توکو-زیانونو-اړه-پوهاوي-او-کوکنارو-کښت-منع-کولو-کمپاین-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.net