د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له خوا په جوزجان، کندهار، سرپل او تخار ولایتونو کې پر ۵۵۹۲ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
د هېواد په څلورو ولایتونو کې پر څه باندې ۵ زره اړمنو کورنیو د خوراکي توکو وېش
13 قوس 1403 ساعت 14:21
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له خوا په جوزجان، کندهار، سرپل او تخار ولایتونو کې پر ۵۵۹۲ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
آوا - کابل: د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه د قوس ۱۳ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرستې د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام (WFP) سره په همغږي وویشل شوې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږي د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د جوزجان په مرکز کې پر ۱۲۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام د سرپل ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې پر ۲۴۹۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د تخار ولایت په هزار سموچ ولسوالۍ کې پر ۸۸۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
خبرپاڼه زیاتوی، چې د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې هم ۹۷۲ کورنیو د خوړو نړیوال پروګرام له لوری د خوراکی توکو مرسته وشوه.
د يادونې وړ ده، چې د خوړو نړيوال پروګرام له دې وړاندې هم په يو شمېر ولايتونو کې پر اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشلي وو.
د مطلب کود: 301840