کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د ټاپي پروژې د تطبیق چارې روانې دي

12 قوس 1403 ساعت 14:02

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي کار پیل شوی او روان دی.


آوا - کابل: د اسلامی امارت ویندوی مولوی ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه (قوس ۱۲مه) په ایکس چینل کې د یوې ویډیو په خپرولو سره د ټاپي پروژې د پرمختګ خبر ورکړ.
 
تر دې مخکې د اسلامي امارت لومړی وزیر ملا حسن اخند د ټاپي پروژې د عملي کار د پرانستلو په موخه د روان کال د سنبلی میاشتې په ۲۱ مه ترکمنستان ته تللی و.
 
د يادونې وړ ده، چې د دې پروژې لومړۍ برخه په ترکمنستان کې بشپړه شوې ده.
 
د ټاپي د ګازو د نل لیکې ټول اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره دی، چې ۲۰۷ کیلومتره یې د ترکمنستان له خاورې تېرېږي، ۷۷۴ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېرېږي او ۸۲۶ کیلومتره یې د پاکستان له خاورې د هند له خاورې تېرېږي.
 
ټاپي په سیمه کې یوه له سترو اقتصادي پروژو څخه ګڼل کیږي او په داسې حال کې چې افغانستان به په کافي اندازه ګاز ترلاسه کړي، د ګازو د ترانزیت له حقه به هر کال شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړي.


د مطلب کود: 301731

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301731/په-افغانستان-کې-د-ټاپي-پروژې-تطبیق-چارې-روانې-دي

آوا
  https://www.avapress.net