کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خبریالانو د ظرفیت د لوړولو لپاره د خبریالانو او ملاتړو بنسټونو پر پیاوړتیا ټینګار

12 قوس 1403 ساعت 11:23

د رسنیو د مسوولینو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو غونډه د خبریالانو او د ملاتړو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د افغانستان د ازادو خبریالانو په اتحادیه کې جوړه شوه. په دې غونډه کې ګډونوالو د خبریالانو د روزنې او ظرفیت لوړونې پر اهمیت ټینګار وکړ او پرېکړه وشوه چې د خبریالانو د روزنې او ظرفیت لوړونې په موخه دې پروګرامونه پلي شي.


آوا - کابل: په هغه غونډه کې چې نن یکشنبه (د قوس ۱۱ مه) د «افغانستان د ازادو خبریالانو اتحادیې» په انګړ کې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو د مسوولینو په حضور کې جوړه شوې وه چی د افغان غږ خبري آژانس(آوا) د مرکزی دفتر مشر سید شبیر محمودي هم ګډون کړی وو. د دغو بنسټونو ترمنځ د لازیاتې همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وشو. د دې ناستې موخه د ننګونو څیړل او د شته ظرفیتونو پیاوړتیا وه.
 
ګډونوالو د بنسټیزو مسلو لکه د همغږۍ میکانیزم رامینځته کول او د رسنیو د فعالیت د ښه کولو لپاره د یو مهم ګام په توګه د ژورنالیستانو او رسنیو سازمانونو ترمنځ د موافقې لپاره د مناسب جوړښت ډیزاین کولو اړتیا باندې بحث وکړ.
 
همدارنګه د روڼتیا برابرول بله مهمه موضوع وه چې پرې ټینګار وشو. د غونډې ګډونوالو په دې باور و، چې د بنسټونو او رسنیو په چارو کې روڼتیا د باور رامنځته کولو او د رسنیو د فعالیتونو د ودې لپاره یو اړین عنصر دی او دا یوازې د کره او شفافو معلوماتو له لارې ترلاسه کیدای شي.
 
اطلاعاتو ته د خبريالانو د لا ښه لاسرسي موضوع هم يو له هغو بحثونو څخه وه، چې د رسنيو د مسوولينو او تمويلوونکو بنسټونو له خوا يې ملاتړ وشو.
 
په پاى کې د خبريالانو د روزنې او د ظرفيتونو د لوړولو په ارزښت ټينګار وشو او پرېکړه وشوه چې د خبريالانو د روزنې او د ظرفيتونو د لوړولو لپاره دې پروګرامونه پلي شي.
 
همدارنګه د رسنیو او بنسټونو مسوولینو د خبریالانو او رسنیو د بنسټونو ترمنځ د همغږي او رغنده تعامل پر اهمیت ټینګار وکړ او د دا ډول غونډو پر دوام یې ټینګار وکړ.
 
دغه ناسته په هېواد کې د رسنیو او ملاتړو بنسټونو ترمنځ د اغېزمنې او رغنده همکارۍ د پیل په هیله پای ته ورسېده.


د مطلب کود: 301700

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301700/د-خبریالانو-ظرفیت-لوړولو-لپاره-او-ملاتړو-بنسټونو-پر-پیاوړتیا-ټینګار

آوا
  https://www.avapress.net