کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د صنایعو او سوداګرۍ سرپرست وزیر د استانبول حلال په نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره ترکیې ته ولاړ

7 قوس 1403 ساعت 10:16

د دغه هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت مشر د «حلال استانبول ۲۰۲۴» په نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته تللی دی.


آوا - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي پرون ماښام د «حلال استانبول ۲۰۲۴» په نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته تللی دی.
ټاکل شوې ده چې دغه نړيوال نندارتون چې ټاکل شوې ده د ٢٠۲٤ کال د نوامبر له ٢٧مې څخه تر ٣٠مې نېټې پورې د دغه هېواد په استانبول کې جوړ شي؛
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د دغه وزارت سرپرست وینا کوي.
دا هم ویل کیږي چې په دغه سفر کې له ښاغلي عزیزي سره د هېواد د خصوصي سکتور تر ۳۰ ډېر غړي ملګري دي.
د يادونې ده، چې په دغه نندارتون کې به افغاني توليدات او توليدات، چې غالۍ، قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې او وچې مېوې په کې شاملې دي، په ٨ غرفو کې نندارې ته وړاندې کېږي.


د مطلب کود: 301375

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301375/د-صنایعو-او-سوداګرۍ-سرپرست-وزیر-استانبول-حلال-په-نړیوال-نندارتون-کې-ګډون-لپاره-ترکیې-ته-ولاړ

آوا
  https://www.avapress.net