کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سره صلیب نړیواله کمېټه له افغانستان سره د اقلیم د بدلون د مخنیوي په برخه کې همکاري کوي

7 قوس 1403 ساعت 10:12

د سره صلیب نړیوالې کمیټې اعلان وکړ چې له افغانستان سره د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو او د هغې د تطبیق په برخه کې همکاري کوي.


آوا - کابل: د دغه سازمان په راپور کې ویل شوی، چې اتیا سلنه افغانان خپلې لومړنۍ اړتیاوې د کرنې له لارې پوره کوی.
د دغه راپور پر بنسټ، د هېواد کرنې ته د سختو اقلیمي پېښو د سترو قربانیانو په توګه سخت زیان رسېدلی دی.
په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې افغانستان اوس د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی، چې د اقلیم د بدلون له امله یې د هېواد پر چاپېریال، اقتصاد او نفوس ناوړه اغېز کړی دی.
د اقلیم نړیوال بدلون د خلکو ژوند ته په ځانګړې توګه د افغانستان په ګډون د وروسته پاتې هېوادونو د خلکو ژوند ته جدي زیان رسولی او د دغه هېواد لوړ کیفیت لرونکي کرنیز محصولات یې له خطر سره مخامخ کړي دي.
ملګري ملتونه تل د نړۍ له صنعتي هېوادونو څخه د شنو خونو د ګازو د کمولو غوښتنه کوي، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم عملي اقدام او اغېزمن ګامونه نه دي پورته شوي او د اقلیم بدلون یو له خورا اغېزناکو عواملو څخه بلل کېږي. 


د مطلب کود: 301372

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301372/د-سره-صلیب-نړیواله-کمېټه-له-افغانستان-اقلیم-بدلون-مخنیوي-په-برخه-کې-همکاري-کوي

آوا
  https://www.avapress.net