کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاپي پروژې د تجهیزاتو د انتقال لپاره د موقتي بندر د جوړولو لپاره د افغانستان او ترکمنستان د چارواکو خبري

6 قوس 1403 ساعت 16:24

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټاپي پروژې د تجهیزاتو د انتقال لپاره د موقتي بندر د جوړولو په اړه د افغانستان او ترکمنستان د چارواکو د غونډې خبر ورکړی دی.


آوا - هرات: د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د افغانستان او ترکمنستان د چارواکو ترمنځ په هرات کې د اړتیا وړ تجهیزاتو او پایپونو د انتقال لپاره د موقتي بندر د جوړولو په اړه غونډه شوې ده. 
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې دواړو لورو د موقتي بندر د تخنیکي چارو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.
همدا راز له دې ناستې وروسته د افغانستان او ترکمنستان پلاوي د ترکمنستان په مرکز شاردآباد کې د جوړیدو په حال کې د بندر ساحه او د انتقال شویو پایپونو او تجهیزاتو ګودام له نږدې وڅیړل.
د يادونې وړ ده، چې ټاپي پروژه د هېواد له مهمو اقتصادي پروژو څخه ده، چې له ترکمنستان څخه افغانستان او له دې لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نل ليکې په لېږدولو سره به د هېواد په اقتصادي ډګر کې د پام وړ اغېز وکړي. د دې پروژې عملي کار څو میاشتې وړاندې د دواړو هېوادونو د چارواکو په حضور کې پیل شو.


د مطلب کود: 301345

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301345/د-ټاپي-پروژې-تجهیزاتو-انتقال-لپاره-موقتي-بندر-جوړولو-افغانستان-او-ترکمنستان-چارواکو-خبري

آوا
  https://www.avapress.net