د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې د کابل په درېیو روغتونونو کې د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته لسو ماشومانو د وړیا درملنې بهیر پیل شوی دی.
په کابل کې د زړه د سوري د ماشومانو وړیا درملنه
6 قوس 1403 ساعت 15:18
د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې د کابل په درېیو روغتونونو کې د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته لسو ماشومانو د وړیا درملنې بهیر پیل شوی دی.
آوا: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له دغو ماشومانو څخه لس تنه د زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د وړیا درملنې په لړ کې د کابل درېیو روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، چې د دغو ماشومانو د درملنې لګښت د همدې ټولنې له خوا ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د افغاني سرې مياشتې ټولنې د دغې ټولنې په مالي لګښت سلګونه ماشومان د زړه په ناروغۍ اخته روغتونونو ته د وړيا درملنې په موخه معرفي کړي وو.
د مطلب کود: 301327