د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د هېواد یو شمېر صنعتکارانو د دغه وزارت له مرستیال سره په کتنه کې له حکومت څخه د صنعتي فابریکو د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.
د هېواد صنعتکارانو له حکومته د صنعتي فابریکو د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه
6 قوس 1403 ساعت 14:25
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د هېواد یو شمېر صنعتکارانو د دغه وزارت له مرستیال سره په کتنه کې له حکومت څخه د صنعتي فابریکو د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.
آوا - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي احمدالله زاهد د افغانستان د سوداګرۍ خونې له مرستیال سخي احمد پیمان، د صنايعو او کانونو رئيس حمدالله خادم د هرات ولايت له کانونو او د هېواد له يو شمېر صنعتکارانو سره وکتل.
په دې کتنه کې صنعتکارانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره د خپلو صنعتي فعالیتونو پر وړاندې پرتو ستونزو او ننګونو خبرې وکړې او د صنعتي فابریکو د لا زیات ملاتړ غوښتنه یې وکړه.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د دوی حضور ته ښه راغلاست ووایه او د هېواد د صنعتکارانو ستونزې او ننګونې یې واورېدې، ټینګار یې وکړ چې موږ په دغه وزارت کې د هېواد د خصوصي سکټور په خدمت کې یو او له تصویب او خپرېدو وروسته یې د صنعتي ساحو قانون په رسمي جریده کې د صنعتي سیمو د طرزالعمل په اړه فعالیتونه او کار روان دی.
د صنایعو او سوداګرۍ وزیر زیاته کړه چې د سوداګریزو توکو د ثبت په برخه کې د شته ستونزو د هواري او په دې برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره کار کوو.
ښاغلي مولوي زاهد دغه راز په څرګنده وویل چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت رهبري د تعرفې په کمېټه کې د خصوصي سکتور د استازي په توګه ستاسو له فعالیتونو او اړتیاوو پوره ملاتړ کوي.
د مطلب کود: 301310